پاکستان له ايران سره د سامانونو د ټرانسپورټي اسانتياو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i107230-پاکستان_له_ايران_سره_د_سامانونو_د_ټرانسپورټي_اسانتياو_غوښتنه_وکړه
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له ايران سره د تفتان له پوله ايزې لارې د ټرانسپورټي اسانتياو غوښتونکے شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2021 04:23 Asia/Kabul
  • پاکستان له ايران سره د سامانونو د ټرانسپورټي اسانتياو غوښتنه وکړه

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له ايران سره د تفتان له پوله ايزې لارې د ټرانسپورټي اسانتياو غوښتونکے شو.

له اسلام آباده د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت زياته کړه له ايران سره د پاکستان د ټرانسپورت په اسانېدو سره به دغه هېواد خپل سامانونه په اسانۍ سره د مرکزي اېشيا هېوادونو، آذربائيجان جمهوريت، عراق او ترکيې ته صادر کړې شي.

په همدې بنياد د د پاکستان د سوداګرۍ د ملي شورا د کمېټۍ په غونډه کښې چې د سوداګرۍ، ټېکسټائل او پانګونې په برخو کښې د  دغه هېواد د وزيراعظم صلاحکاران پکښې شامل دي آذربائيجان جمهوريت او د مېنځنۍ اېشيا هېوادونو ته د پاکستان سامانونو په صاداراتو کښې د ايران د رول په اهميت تاکيد وکړ.

په اوس حال کښې د پاکستان صادرؤنکي مجبور دي چې خپل سامانونه له ايران سره د پولې له لارې پاکستاني ټرکونه خارج کړي او په ايران ټرکونو کښې سامانونه بار کړي.