د پاکستان د کرکټ ټیم پرله پسې دریمه سیالي وګټله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i107546-د_پاکستان_د_کرکټ_ټیم_پرله_پسې_دریمه_سیالي_وګټله
د پاکستان د کرکټ لوبډلې د شل اووریز نړیوال کپ په سیالیو کښې نن د افغانستان ملي ټیم ته ماتې ورکړه
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 29, 2021 19:53 Asia/Kabul
  • د پاکستان د کرکټ ټیم پرله پسې دریمه سیالي وګټله

د پاکستان د کرکټ لوبډلې د شل اووریز نړیوال کپ په سیالیو کښې نن د افغانستان ملي ټیم ته ماتې ورکړه

د کرکټ د ټي ټوینټي ورلډ کپ د روانو سیالیو په دوران کښې نن د پاکستان او افغانستان د کرکټ ټیمونو په خپلو کښې سیالي وکړه. د افغانستان ملي لوبډلې د ټاس په ګټلو سره وړومبې د بیټنګ یا توپ وهنې پریکړه وکړه او په ټاکلو شلو اوورونو کښې یې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۷ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له اړخه ګلبدین نایب او محمد نبي ۳۵، ۳۵ او نجیب الله زدران ۲۲ رنز یا منډې وکړې.

په پاکستاني بالرانو یا توپ اچونکو کښې عماد وسیم ۲ او شاداب خان او شاهین شاه آفریدي ۱، ۱ وکټه واخیسته.

د پاکستان لپاره بیا ترټولو زیاتې منډې کپتان بابر اعظم جوړې کړې چې ۵۱ رنز وو. د هغه په خوا کښې فخر زمان ۳۰ رنز وکړل خو یوه مرحله داسې راغله چې د افغانستان له خوا د سیالۍ د ګټلو چانس ډیر زیات و. دغه وخت آصف علي یوازې په یو اوور کښې د څلورو شپږیزو یا سکسز په وهلو او د ۲۵ رنز په جوړولو سره ټاکلی هدف پوره کړ او داشان دا لوبه پاکستان وګټله.

د افغانستان له خوا راشد خان ۲ او مجیب الرحمن او نوین الحق ۱، ۱ پاکستاني توپ وهونکي آوټ کړل.

پاکستان له دې مخکښې د هندوستان او نیوزي لینډ ملي ټیمونو ته هم ماتې ورکړې ده او خپله دا دریمه سیالي یې هم وګټله او په ګروپ کښې همهغه شان په اول نمبر پاتې شو.