په افغانستان د طالبانو له تسلطه وروسته داعشي عناصر پاکستان ته راغلل
(last modified Thu, 11 Nov 2021 12:12:51 GMT )
Nov 11, 2021 16:42 Asia/Kabul
  •  په افغانستان د طالبانو له تسلطه وروسته داعشي عناصر پاکستان ته راغلل

د پاکستان وزيراعظم وويل: په افغانستان باندې د طالبانو له تسلطه وروسته د داعش ترهه ګرې ډلې يو شمېر غړي د دواړو هېوادونو له ګډې پولې نه په راتېرېدو پاکستان ته داخل شوي دي.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې عمران خان پاکستان ته د داعشي ترهه ګرو د شمېر په باره کښې د جزئياتو له بيانولو بغېر وويل: د دغه هېواد د استخباراتي او فوځي چارواکو په شتون سره په دې موضوع باندې د غور کولو لپاره د غږملتيا يوه کمېټي جوړه شوې ده.

همدارنګ په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د استخباراتو ادارې ويلي دي چې د  دغې ادارې ځواکونو د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې تقريباً شپږ سوه عناصر نيولي دي.

داعش ترهه ګرې ډلې په دې وروستيو مياشتو کښې د کابل، نګرهار، قندوز او قندهار په شمول د افغانستان په مختلفو سيمو کښې ترهه ګريزې حملې او چاودنې کړې دي چې له امله يې په سلګونو تنه مړۀ او ژوبل شوي دي.