د پاکستان په باجوړ سیمه کښې دوه پولیس ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108264-د_پاکستان_په_باجوړ_سیمه_کښې_دوه_پولیس_ووژل_شول
زمونږ خبریال وايي د پاکستان په باجوړ قبایلي ضلعې کښې نن د پولیسو د ګزمې په لاره کښې د ماین په چاودنه کښې دوه (۲) پولیس وژل شوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2021 09:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان په باجوړ سیمه کښې دوه پولیس ووژل شول

زمونږ خبریال وايي د پاکستان په باجوړ قبایلي ضلعې کښې نن د پولیسو د ګزمې په لاره کښې د ماین په چاودنه کښې دوه (۲) پولیس وژل شوي .

د پاکستان باجوړ سیمه چې د افغانستان له کونړ ولایت سره سرحد لري د ترهګرو ډلو یو(۱) اصلي مرکز ګڼل کيږي او په دغه سیمه کښې ډیرې ترهګرې ډلې فعالیتونه کوي او خلک او حکومتي عسکر وژني .

بل خبر داچې نن د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټ کښې په نوا کیلي سیمه کښې د پولیسو د ګزمې پرضد په موټرسایکل کښې د کابو څلور کلوګرامه کیښودل شویو چاودیدونکي موادو د چاودیدا له کبله اوه (۷) کسان ژوبل شوي چې ښځې هم پکښې شاملې دي .

پولیسو د پیښې ځای کلابند کړی او تحقیقات یې پیل کړي دي .