په مختلفو سيمو کښې پاکستاني امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښته
د پاکستان په مختلفو سيمو کښې په بيله بيلو حملو د دغه هېواد لس امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د امنيتي سرچينو په نقل سرهد روئيټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې له تربت سيمې سره نزدې له وسله والو يرغلګرو سره د ډزو په تبادله کښې دوه امنتي ځواکونه ووژل شول او دريم فوځي هغه وخت ووژل شو چې غوښتل يې يو چاودېدونکې څيز شنډ کړي.
د پاکستان پوليسو همدارنګ وويل: د افغانستان له پورې سره نزدې سيمه کښې په يوه نښته کښې دوه پوليس ځواکونه ووژل شو او پينځه نور ژوبل شول.
دغه تاوتريخوالي په داسې حالاتو کښې رامنځته شول چې د «د تحريک طالبان پاکستان» نومې ډلې د پاکستان له حکومت سره له خبرو اترو وروسته د يوې مياشتنۍ ډزبندۍ په اړه موافقه کړې ده.
د پاکستان تحريک طالبان ډلې په دغو حملو کښې د لاس د لرنې په ردولو سره وويل، دغه ډله په ډزبندۍ پابنده ده.