نندارتونونه د ایران او پاکستان ترمینځ دتجارت دزیاتولو فرصت دی
دهقاني وئيلي دي ،د دواړو هیوادونو دصنعتګرانو ترمینځّ د تعاملاتو پیاوړتیا، په ایران او پاکستان کې یوه اتحاد او ددرستو اړونده لورو رول ته اړتیا لري څو دوه اړخیز تجارت اندازه یوه هغه حد ته ورسول شو چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو د واکوالانو او رهبرانو دغوښتنې او ژمنتیا په اساس وي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دپاکستان په کراچۍ کې په نړیوال نندارتون کې د د ګډون کونکو ایرانیو شرکتونو سرپرست سعید دهقاني نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،له نندارتونونو او د ایران او پاکستان دصنائعو له توانمنیو څخه استفاده ، د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت د اندازې د زیاتولو لپاره یو ښه فرصت دی .
د ایران د تجارتي او دنندارتونونو د پراختیا د شرکت عمومي مدیر د پاکستان په کراچۍ کې دتجارت او صنعت د نړیوال نندارتون په وورستۍ ورځ ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې ووئيل ، دپاکستان ډیر لوړ صنعتي او تجارتي ظرفیّتونه د ایرانیو لورو لپاره لازیات فرصتونه رامینځةکولی شي .
هغه دغه راز ووئيل ، که د صنعت په تولید او صادراتو حوزې کې د ایرانیو شرکتونو توانمنۍ په نظر کې ونیسو،او د پاکستان له ظرفیّتونو سره ئې پرتله کړو ،نو په دې اصل پوهیږو، چې باید دخپلو تعاملاتو سویه ،له اوسنیو احصایو لالوړه کړو .
دهقاني وئيلي دي ،د دواړو هیوادونو دصنعتګرانو ترمینځّ د تعاملاتو پیاوړتیا، په ایران او پاکستان کې یوه اتحاد او ددرستو اړونده لورو رول ته اړتیا لري څو دوه اړخیز تجارت اندازه یوه هغه حد ته ورسول شو چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو د واکوالانو او رهبرانو دغوښتنې او ژمنتیا په اساس وي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د نولسو شرکتونو په ملګرتیا او د صنعتګرنو په فعال شتون سره د پاکستان د تجارت او صنعت اولسم نړیوال نندارتون چې له سه شنبې ورځې په کراچۍ کې پيل شوی نن تر وروستیو پورې به دوام ولري .