د افغانستان دګاونډيانو دخارجه وزیرانو غونډې د طالبانو بلل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108512-د_افغانستان_دګاونډيانو_دخارجه_وزیرانو_غونډې_د_طالبانو_بلل
د پاکستان خارجه وزیر  په اسلام اباد کې د افغانستان د  ګاونډیانو دریمې ناستې ته د طالبانو د بلنې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 18, 2021 15:12 Asia/Kabul
  • د افغانستان دګاونډيانو دخارجه وزیرانو غونډې د طالبانو بلل

د پاکستان خارجه وزیر  په اسلام اباد کې د افغانستان د  ګاونډیانو دریمې ناستې ته د طالبانو د بلنې خبر ورکړ.

 د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د پاکستان د مشرانو جرګې دبهرنیو اړیکو په کمیشن کې پخپلو څرګندونو کې ووئیل ،د افغانستان د ګاونډیانو په راتلونکي غونډې کې به د طالبانو موقته حکومت ته دګډون بلنه ورکړي .

  په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته ، پاکستان د افغانستان د ګاونډیانو د مشارکت لپاره  نوی پلان وړاندې کړی چې په اساس ئې د چین ،ایران، پاکستان ،تاجیکستان ،ترکمنستان  او ازبکستان  پشمول ګډون کونکو هیوادونو د جنګ ځپلی  افغانستان د ورسوتیو  حالاتو له ښه کولو سره د مرستې لپاره  څو غونډې ترسره کړي دي . 

  د پاکستان په کوربتوب د افغانستان د ګاونډیانو  په دریمې غونډې کې د ګډون لپاره د دطالبانو موقته حکومت ته دبلنې د خبر   اعلان، ښئ ،د اسلام اباد کیدونکي ناسته به د طالبانو د موقتي حکومت دنمایندګانو د  ګډون  له پلوه له مخکینیو دوو ناستو سره توپیر ولري .

 په اسلام اباد کې د ستمبر په اتمه نیټه  د افغانستان د ګاونډیانو  په پرانیستونکي   غونډې او په دوهمې غونډې کې چې  د اکتوبر په اوه ویشتمه ینټه د تهران په کوربتوب سره ترسره شوه، په دې دلیل چې د طالبانو موقته حکومت  په نړیواله سویه  په رسمیّت نه دی پيژندل شوی ، ددغې ډلې استازو پکې شتون نه درلود.

د افغانستان د ګاونډیانو په مخکینیو دوو غونډو کې، ټولو ګډون کونکو  هیوادونو استازو ، په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدا پر ضرورت ټينګار کړی او په همدې اساس ئې له طالبانو غوښتي ، ددغه هیواد دسیاسی راتلونکي  کې د درستو قوموننو دمشارکت لپاره دې زمینه برابره کړي .

د اګست په پنځلسمه نیټه  د کابل د فتح کولو په لومړنۍ ورځ  د طالبانو له ژمنې  او د درستو قومونو  او سیاسی ډلو ټپلو  په ګډون سره په افغانستان کې د ټولشموله حکومت دجوړولو لپاره د نړیوالې تولنې له غوښتنې سره سره، البته تردې دمه دغې ډلې داسې کوم  مناسبت اقدام نه ترسره کړی چې د سیاسی قدرت د رامینځةکیدا په بهیر کې ددغه هیواد د مختلفو قومونو د رول لوبونې د برابرولو ضمانت شي.

داګمان  شته چې دټول شموله حکومت د جوړولو لپاره د افغانستان د ولس دغوښتنو او د نړیوالې ټولنې د غوښتې په مقابل کې د طالبانو مقاومت سبب شوی څو په افغانستان کې ددغې د واکوالۍ د په رسمیّت پيژندنې موضوع  هم  له مخکې لازیاته  شکمنه شي .

 دافغانستان  ګاونډي هیوادونه چې  په مختلفو سیاسی و اقتصادي او امنیتی  دلیلونو سره  په  خاص دقت او حساسیّت سره  د دغه هیواد بدلونونه تعقیبوي،او تردې دمه ئې په دې زمینې کې دوې ناستې ترسره کړي دي ،له نورو هیوادونو زیات،د قدرت په ډګر کې د درستو قومونو دګډون په ضرورت  او دحکومت په جوړولو کې پر یوه خاص تفّکر له تکیې د طالبانو د ډډه کولو پر ضرورت ټينګار کوي.

دې ته په پام سره چې   ټاکل شوې ده ، د اسلام آباد  په کوربتوب سره د افغانستان د ګاونډیانو دریمې غونډې ته د طالبانو دموقته حکومت  استازي وبلل شي ، دغه غونډه  یو مناسب فرصت دی  څو  ګډون کونکي  په لا روښانه او شفاف ډول  ، د افغانستان د سیاسی راتلونکي  د جوړښت په باب  او دقدرت په ډګر کې د دغه هیواد دمختلفو قومونو د رول لوبونې د څرنګوالي په باب ددغې ډلې د تفّکر او لیدتوګو په باب خبر شي.

په داسې شرائطو کې چې  د افغانستان   دګاونډیو هیوادونو هڅه  دثبات د ښه کولو په موخې سره  په دغه هیواد کې د پراخ بنسټه حکومت له جوړونې سره مرتسه  ده،خو د پاکستان د سټراټژیکو مطالعاتو په موسیسې کې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د سرپرست امیرخان متقي ورورستۍوینا تر یوه حده نهیلي کونکي ارزول شوې ده . 

 هغه  په دغې وینا کې مدعي شوی  چې د طالبانو اوسنی حکومت ټولشموله دی،ځکه    د افغانستان ټول قومونه پکې شتون لري .

  دا لیدتوګه شته چې که د افغانستان له اوسني حکومته د طالبانو اخستون ، ټولشموله وي ،نو ددغه هیواد د درستو قومونو په شتون سره دیوه حکومت جوړولو ته ددغې ډلې قانع کول به ډير سخت او مشکل کار  وي .  

Image Caption