پاکستان بنګله دیش ته دویمه ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108606-پاکستان_بنګله_دیش_ته_دویمه_ماتې_ورکړه
په بنګله دیش کښې د دغه هیواد او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو ترمینځ د ټي ټوینټي په روانو سیالیو کښې نن دویمه لوبه وشوه
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Nov 20, 2021 13:58 Asia/Kabul
  • پاکستان بنګله دیش ته دویمه ماتې ورکړه

په بنګله دیش کښې د دغه هیواد او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو ترمینځ د ټي ټوینټي په روانو سیالیو کښې نن دویمه لوبه وشوه

د بنګله دیش او پاکستان د کرکټ ټیمونو ترمینځ د دریو سیالیو د سیریز په لړ کښې نن پاکستان پرله پسې دویمه لوبه وګټله.

بنګله دیش د خپل بیټنګ په وار په ټاکلو شلو اوورونو کښې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۰۸ منډې جوړې کړې.

په ځواب کښې د پاکستان ټیم یوازې د دوو لوبغاړو په آوټ کیدو سره ټاکلی هدف د نولسم اوور په وړومبي بال پوره کړ.

پاکستان په بنګله دیش کښې د روانو ټي ټوینټي سیالیو په وړومبۍ لوبه کښې هم کوربه هیواد ته ماتې ورکړې وه او داشان په سیریز کښې په ۲-۰ نتیجې سره مخکښې دی.

د دې لړۍ دریم میچ د راتلونکې ګل په ورځ یعنې دوشنبې ته کیدونکی دی.