د پاکستان طالبان په دریم هیواد کې دسیاسی دفتر تاسیس غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108650-د_پاکستان_طالبان_په_دریم_هیواد_کې_دسیاسی_دفتر_تاسیس_غواړي
د پاکستان خپرونو نن راپور ورکړی،هر دواړو لورو  په کابل  کې  دخبرواترو درې پړاؤنه او په خوست ولایت کې هم دوه نور پړاؤنه درلودلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2021 11:47 Asia/Kabul
  • د پاکستان طالبان په دریم هیواد کې دسیاسی دفتر تاسیس غواړي

د پاکستان خپرونو نن راپور ورکړی،هر دواړو لورو  په کابل  کې  دخبرواترو درې پړاؤنه او په خوست ولایت کې هم دوه نور پړاؤنه درلودلي دي .

ایرنا خبری اژانس  راپور ورکړ ، د پاکستان د حکومت او دتحریک طالبان  پاکستان (ټي ټي پي ) ترهه ګرې ډلې ترمینځ د لومړني اوربند او د سازباز د خبرواترو د پرمختګ لپاره  له موافقې دوه اونۍ وروسته، راپورونه  په دریم هویاد کې د سیاسی دفتر دتاسیس پشمول  د دغې ډلې  دعناصرو د  درو  اصلي غوښتنو ښودنه کوي .

 دپاکستان درسندویو په اساس  ددغه هیواد چارواکي په مستقیم ډول  او د افغانستان د طالبانو  له لارې ، د پاکستان د تحریک طالبان یا ټي ټي پي  ته  وئیلي دي ، چې ددغې ډلې غوښتنې د منلو وړ نه دي .

 په دې زمینې کې د پاکستان خپرونو نن راپور ورکړی،هر دواړو لورو  په کابل  کې  دخبرواترو درې پړاؤنه او په خوست ولایت کې هم دوه نور پړاؤنه درلودلي دي .

د پاکستان  حکومتي استازو  او د تحریک طالبانو تر هه ګرې ډلې استازو، د خبرواترو  د پرمختګ او د اوربند د سولې په یوې دایمي موافقې باندې د بدلولو  لپاره  کمیټئ جوړې کړې .

  د پاکستان له حکومته  په تیره بیا په بهر کې  د ټي ټي پي ډلې  دسیاسی دفتر د تاسیس  غیر قانوني غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې  دپاکستان ځينو  ګوندونو  ددغه  هیواد حکومت ، له تحریک طالبان پاکستان سره  دخبرواترو لپاره  ددغه هیواد حکومت رټلی دی او دا ئې  د ترهه ګر ۍ په ضد دجنګ له بریاؤ سره په توپیر کې  بللی دی . وئیل کیږي ،د پاکستان د  حکومت داپوزیشن ګوندونو پر سخت مخالفت  سربیره ، دسند صوبائي  جرګې هم  له ټي ټي پي سره د  روغې جوړې په باب د  پاکستان د حکومتي لوري له خوا د  خبرواترو په ضد پریکړه لیک هم تصویب کړی دی .

Image Caption

 

Image Caption