امریکا د یمن او د ټول اسلامي امت دښمنه ده
د یمن لکونو خلکو د دغه هیواد په پلازمینه صنعا کښې د یو پراخ لاریون په کولو سره، د خپل هیواد په وړاندې د امریکې له سیاستونو او اقداماتو کرکه اعلان کړه
یمن د پلازمینې صنعاء ښار خلک پرون د دغه هیواد د نورو ښارونو د اوسیدونکو په شان سړکونو ته راووتل او د یمن خلاف د امریکې په اقداماتو باندې په اعتراض کښې یې شعارونه ورکړل.
د یمن د انقلاب د عالي کمیټې مشر او د دغه هیواد د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي دغه لاریون ته په خپله وینا کښې وویل: امریکا هم هغه شیطانه ده او د یمن خلاف تیری هم په اصل کښې د امریکې کار دی.
الحوثي ټینګار وکړ: هره ګولۍ، د هاوان مرمۍ، توغندی او بم چې د یمن د خلکو خلاف استعمالیږي، امریکايي دی او که امریکا نه وی نو په یمن باندې به هیڅ ډول تیر نه و شوی او تیري ګرو هیوادونو هیڅ اقدام نه شو ترسره کولې.
هغه د صنعاء د حکومت او د یمن د ولسي مبارزانو خلاف د امریکې بندیزونو ته په اشارې سره، سعودي ائتلاف او امریکا په خبرواترو او مذاکرې کښې د جدیت په نشتوالي تورن کړل او ویې ویل: هغوي یوازې د نمایشي خبرواترو په لټه کښې دي او په ځمکنۍ، هوايي او سمندري محاصرې سره یې ملکي وګړي هدف ګرځولي دي.