پاکستان د اسلامي ملګرتیاتنظیم د خارجه وزیرانو د غونډې کوربتوب کوي
Nov 26, 2021 11:55 Asia/Kabul
د اسلامی ملګرتیا تنظیم د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د ۴۸ غونډې کوربتوب به پاکستان وکړی او دا غونډه به د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۲ او ۲۳ نیټه په اسلام اباد کې ترسره شی .
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی عاصم افتخار نن وویل د اسلامی ملګرتیا تنظیم د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د ۴۸ غونډې کوربتوب به پاکستان وکړی او دا غونډه به د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۲ او ۲۳ نیټه په اسلام اباد کې ترسره شی .
دنوموړی تنظیم ۴۷ غونډه په نایجریا کې ترسره شوی وه .
د اسلامی ملګرتیا تنظیم له ملګرو ملتو وروسته دوهم نړیوال تنظیم دې چی د نړي په څلورو براعظمونو کې ۵۷ اسلامی هیوادونه یې غړي دي .
ټیګونه