پاکستان له ایران سره دګډوسرحدي لاروشمیرزیاتول غواړي
په همدې لړ کې د پاکستان د بلوچستان په کویټه کې د صوبائي اعلی وزیر په مشرئ د سیاسی ، اقتصادي ، پوځي او امنیتی چارواکو په شتون سره یوه مهمه غونډه جوړه شوې ده .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ، د پاکستان حکومت نیّت لري ، د دوو اړخیزو تجارتي ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د ایران له اسلامی جمهوریت سره ګډې پوله ایزې سترې لارې نوره م زیاتې کړي .
په راپور کې وئيل شوي دي ،په کلتوري مشترکاتو سره د دوو ګاونډیو هیوادونو په توګه د ایران او پاکستان ګډې پولې سیستان او بلوچستان ولایت او بلوچستان صوبه سره نښلوي .
داپه داسې حال کې دي ، چې همدااوس د تفتان میرجاوې، رمدان ګبد او پشین مند درې رسمي سترې سرحدي لارې د ایران او پاکستان ترمینځ شته ده او د بلوچستان صوبې مسئولان د ځاي تجارت څخه دملاتړ لپاره له ایران سره په ګډو پولو کې د ځانګړي پلي لارې په پرانیستو پسې هم دي .
ددغه راپور په اساس ، په همدې لړ کې د پاکستان د بلوچستان په کویټه کې د صوبائي اعلی وزیر په مشرئ د سیاسی ، اقتصادي ، پوځي او امنیتی چارواکو په شتون سره یوه مهمه غونډه جوړه شوې ده .
د بلوچستان اعلی وزیر عبدالقدوس بزنجو ، په دغې ناستې کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د دوه اړخیز تجارت مدیریّت او د سرحدي سیمو د اوسیدونکو پر وضعیّت د ارزونې او څيړنې لپاره ځيني وړاندیزونه کړي دي.
له دې مخکې هم د پاکستان د صدراعظمۍ دفتر هم په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، له ایران سره د ګډو پولو د امنیت پراختیا ډيره مهمه ده او د امنیت له تامینولو پرته هیڅکله هم تجارتي مبادلې نشي بریالۍ کیدلی .