ایران د پاکستانیو ټوریسټانو لپاره د سیل ښه ځاي دی
د ایران دود او دستور، کلتور سنتونه او خواړۀ د لیدو ډيرې په زړه پورې جاذبې دي .
د ایران په اسلامی جمهوریت کې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي پرون د خراسان رضوي ولایت په مشهد ښار ې د ستر شاعر فردوسي د هدیرې د تاریخي کلتوري کمپلیکس دلیدو ترڅن ددې خبرې په کولو سره چې ایران اوپاکستان ، ګاونډیان ، دوستان او وروڼه دي ، زیاته کړې ، دمشهد او دپاکستان دډيرو ښارونو ترمینځ د داړیکو په تیره بیا د ټوریزم په حوزې کې د پراختیا لپاره ډیر فرصتونه شته دي چې په هغو کې د لاهور او مشهد ښار اړیکو ته اشاره کیدلی شي .
په ایران کې د پاکستان سفیر ددې خبرې په کولو سره چې ایران د دنیا یو تر ټولو ښکلی او لوي هیواد دی ، چې دلیدو ډير زیات ځایونه لري ، ووئیل ، د ایران دود او دستور، کلتور سنتونه او خواړۀ د لیدو ډيرې په زړه پورې جاذبې دي .