پاکستاني چارواکی د افغانستان د حالاتو د څیړنې لپاره روسیې ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i109060-پاکستاني_چارواکی_د_افغانستان_د_حالاتو_د_څیړنې_لپاره_روسیې_ته_لاړ
د پاکستان د ملي امنیت صلاحکار د روسیې له چارواکو سره د کتنې او د افغانستان د حالاتود جاجونې په موخه ماسکو ته تلی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2021 09:02 Asia/Kabul
  • پاکستاني چارواکی د افغانستان د حالاتو د څیړنې لپاره روسیې ته لاړ

د پاکستان د ملي امنیت صلاحکار د روسیې له چارواکو سره د کتنې او د افغانستان د حالاتود جاجونې په موخه ماسکو ته تلی دی

د پاکستان د ملي امنیت صلاحکار د روسیې له چارواکو سره د کتنې او د افغانستان د حالاتود جاجونې په موخه ماسکو ته تلی دی

معید یوسف نن په دوه ورځني سفر د روسیې پلامینې ماسکو ته ورسیده او هلته به له خپل روسي همرتبه سره د سیمې د مسائلو په تیره بیا د افغانستان د روانو حالاتو په هکله صلاح مشورې وکړي.

ماسکو ته د معید یوسف دا سفر د روسیې د ملي امنیت د صلاحکار نیکلای پاتروشُف په بلنه شوی دی.

پاکستان او روسیې د افغانستان په اړه ورته لیدتوګې لري ځکه چې دواړه هیوادونه له طالبانو سره د تعامل په لټه کښې دي او هم داشان یې له امریکې غوښتي دي چې د افغانستان د مرکزي بانک نهه نیم (۹.۵) میلیارډ ډالري شتمنۍ آزادې کړي.

دغه دواړه هیوادونه اندیښنه لري چې د افغانستان د اقتصاد سره پاشل کیدل ممکنه ده ترهګرو ډلو ته په افغانستان کښې د تل پاتې کیدو فرصت برابر کړي.