تحریک طالبان پاکستان دې د سولې پر خبرو تمرکز وکړي
په عین حال کې ذبیح ا... مجاهد پخپلو یو لړ څرګندونو کې وئيلي دي ، ټي ټي پي د دوي د غورځنګ برخه نه او فعالیتونه ئې له دوي سره هیڅ اړه هم نه لري
زمونږخبریال د دینانیوز له قوله راپور راکړ ، په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت ونیدوي ذبیح ا.. . مجاهد د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشرانو ته سپارښتنه کړې ده ، چې د پاکستان له حکومت سره دې سولې پر خبرواترو توجه وکړي څو دغه سیمه ایزه شخړه هم حل شي .
په عین حال کې ذبیح ا... مجاهد پخپلو یو لړ څرګندونو کې وئيلي دي ، ټي ټي پي د دوي د غورځنګ برخه نه او فعالیتونه ئې له دوي سره هیڅ اړه هم نه لري .
داپه داسې حال کې دي چې د ټي ټي پي مشر نور ولی محسود په کرتو په سوشل میډیا کې پخپلو پیغامونو کې وئیلي چې دوي د افغانستان د اسلامی امارت یا هماغه طالبانو یوه برخه ده او د افغانستان دطالبانو دمشر هر حکم ته تابعدار دي ، خو دطالبانو حکومت دغه خبره رد کړې ده . په عین حال کې د طالبانو ویندوي ذبیح ا.... مجاهد نړیوالو رسینیو سره په خبرو کې وئیلي دي ،ټي ټي پي دیوه تنظم په توګه د مونږ برخه نه ده او د مونږ موخې هم یو شان نه دي مونږ تحریک طالبان پاکستان ته مشوره ورکوو ، چې دوي دې پخپل هیواد کې پر امن او ثبات توجه وکړي او دا خبره ډیره مهمه ده څو د سیمې او دپاکستان دښمنانو ته دلاسوهنې پلمه په لاس ورشني .