افغانستان ته د اسلامی هیوادونو په غونډې کې دګډون بلنه ورکړل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i109676-افغانستان_ته_د_اسلامی_هیوادونو_په_غونډې_کې_دګډون_بلنه_ورکړل_شوي
 پاکستانیو رسندویو  په دغې ناستې کې د  امریکا ،روسیې ، بریتانیا ، اروپائي اتحادئې او د انسان دوستۍ د موسیسو د استازو  ګډون هم تائيد کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 14, 2021 08:25 Asia/Kabul
  •  افغانستان ته د اسلامی هیوادونو په غونډې کې دګډون بلنه ورکړل شوي

 پاکستانیو رسندویو  په دغې ناستې کې د  امریکا ،روسیې ، بریتانیا ، اروپائي اتحادئې او د انسان دوستۍ د موسیسو د استازو  ګډون هم تائيد کړی دی .

مهر خبری آژانس راپور ورکړی ،  د پاکستان دخارجه وزارت د سټراټژيکو مطالعاتو دمرکز مشر ولی ا...شاهین  ټينګار کړی،د افغانستان  اقتصاد، مالی سسټم ، بانکي سسټم او له نورو هیوادونو سره د طالبانو د حکومت داړیکو عادی کیدا یوه مهمه موضوع ده چې ددغې غونډې په ایجنډا کې شامله ده .

د اسلامی هیوادونو د خارجه وزیرنو غونډه ددسمبر په نولسمه نیټه په اسلام اباد کې ترسره کیږي .پاکستانیو رسندویو په دغې ناستې کې د امریکا ،روسیې ، بریتانیا ،اروپائي اتحادئې او د انسان دوستۍ د موسیسو د استازو  ګډون هم تائيد کړی دی .

طالبان په افغانستان کې قدرت ته له رسیدا وخت راهسې د نړیوال رواوالی د ترلاسه کولو لپاره  هڅه کوي ، ملګروملتو څه موده مخکې  وئیلی وو،د افغانستان د استازي په توګه د طالبانو نماینده  په رسمیّت نه پيژني . پاکستان د طالبانو ډلې په ملاتړ تورنیږي او د اسلامی ملګرتیاموسیسې دغړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډې کې د ګډون لپاره  دطالبانو دموقته حکومت استازي ته د اسلام اباد دچارواکو بلنه،د افغانستان  دنوي حکومت له رواوالي سره مرسته کوي .