افغانستان ته د اسلامی هیوادونو په غونډې کې دګډون بلنه ورکړل شوي
پاکستانیو رسندویو په دغې ناستې کې د امریکا ،روسیې ، بریتانیا ، اروپائي اتحادئې او د انسان دوستۍ د موسیسو د استازو ګډون هم تائيد کړی دی .
مهر خبری آژانس راپور ورکړی ، د پاکستان دخارجه وزارت د سټراټژيکو مطالعاتو دمرکز مشر ولی ا...شاهین ټينګار کړی،د افغانستان اقتصاد، مالی سسټم ، بانکي سسټم او له نورو هیوادونو سره د طالبانو د حکومت داړیکو عادی کیدا یوه مهمه موضوع ده چې ددغې غونډې په ایجنډا کې شامله ده .
د اسلامی هیوادونو د خارجه وزیرنو غونډه ددسمبر په نولسمه نیټه په اسلام اباد کې ترسره کیږي .پاکستانیو رسندویو په دغې ناستې کې د امریکا ،روسیې ، بریتانیا ،اروپائي اتحادئې او د انسان دوستۍ د موسیسو د استازو ګډون هم تائيد کړی دی .
طالبان په افغانستان کې قدرت ته له رسیدا وخت راهسې د نړیوال رواوالی د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي ، ملګروملتو څه موده مخکې وئیلی وو،د افغانستان د استازي په توګه د طالبانو نماینده په رسمیّت نه پيژني . پاکستان د طالبانو ډلې په ملاتړ تورنیږي او د اسلامی ملګرتیاموسیسې دغړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډې کې د ګډون لپاره دطالبانو دموقته حکومت استازي ته د اسلام اباد دچارواکو بلنه،د افغانستان دنوي حکومت له رواوالي سره مرسته کوي .