په افغانستان کې د امریکاد تیروتنو پيټی دپاکستان په اوږولویدلی
مونږ یعني پاکستان هغه مهال د یوه ګوډاګي په توګه ګمارل شوی ؤ ، ټاکل شوې وه مونږ د افغانستان په جنګ کې د دوي دبریالیتوب لامل شو ،یوداسې کار چې هیڅکله مو ونه کړائ شو .
زمونږخبریال دفار س خبری آژانس له قوله راپور راکړ، دپاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د امریکا تیروتنو ته په اشارې سره ووئيل و په افغانستان کې د جنګ او شتون په دوران کې متحده ایالاتو ډيرې زیاتې غلطیانې کړي دي،البته پاکستان مجبوره شو ،ددغه وضعیّت دروند پیټی پخپلو اوږو پورته کړي .
دپاکستان لومړي وزیر عمران خان په یولړ څرګندونو کې په دې اړه ووئيل،که پاکستان دغه پيټی په اوږو پورته نه کړي،نو ممکنه ده د افغانستان ولس له ډيرو بوږنونکو مشکلاتو او ترینګلتیاؤ سره مخ شي بهرنیو قدرتونو افغان ولس په ماتې کشتۍ کې پریښودلی دی .
هغه پر لویدیځي رسندویو باندې په نیوکو سره هم زیاته کړه ددې په ځائ چې له پاکستانه د هغو سرښیندنو په خاطر چې ئې ترسره کړي دي ستاینه وشي،دغه هیواد په دوه ګوڼي لوبې تورنوي او د هیواد ځائيګی په نړیواله سویه خرابوي . د عمران خان په وینا ، پاکستان په افغانستان کې د امریکا د تیروتنو اولټَیو مسئول بریښول شوی دی .
د پاکستان لومړي وزیر له دې مخکې هم له افغانستانه د امریکا په بې مسئولیّته وتنې نیوکې کړې وې او په افغانستان کې ئې د امریکا په شل کلن جنګ او نیواک باندې په خپګان ښودلو سره وئیلي دي ، مونږ یعني پاکستان هغه مهال د یوه ګوډاګي په توګه ګمارل شوی ؤ ، ټاکل شوې وه مونږ د افغانستان په جنګ کې د دوي دبریالیتوب لامل شو ،یوداسې کار چې هیڅکله مو ونه کړائ شو . عمران خان روښانه کړې ، پاکستان په کرتو امریکائي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې امریکا په افغانستان کې له پوځي نظره هیڅکله خپلو موخو ته نشي رسیدلی او د افغانستان په جبئ کې ښکیل شوي دي .