کراچۍ کښې د یوې چاودنې له امله لس کسان مړه شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i109866-کراچۍ_کښې_د_یوې_چاودنې_له_امله_لس_کسان_مړه_شول
د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د ټراما سینټر سول روغتون مشر ډاکټر صابر میمن د دغې پيښې له امله د لسو کسانو وژله تایید کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2021 11:33 Asia/Kabul
  • کراچۍ کښې د یوې چاودنې له امله لس کسان مړه شول

د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د ټراما سینټر سول روغتون مشر ډاکټر صابر میمن د دغې پيښې له امله د لسو کسانو وژله تایید کړې ده.

د پاکستان د کراچۍ ښار په شیرشاه سیمه کښې تر ځمکې لاندې په یوې سترې او بندې شوې نالۍ کښې چاودنه وشوه چې له امله یې د یو پرائيویټ بینک ودانۍ له مینځه لاړه او د خواوشا ودانیو ته هم تاوان ورسیده.

د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د ټراما سینټر سول روغتون مشر ډاکټر صابر میمن د دغې پيښې له امله د لسو کسانو وژله تایید کړې ده.

هغه وویل چې د چاودنې له ځاې څخه د اتو کسانو مړي او ۱۳ زخمیان د دوي روغتون ته وړل شوي وو خو دوو کسانو په روغتون کښې سا ورکړه.

ډاکټر صابر میمن وايي چې د څلورو نورو زخمیانو حالت هم خراب دی.

د عیني شاهدانو په وینا، چاودنه دومره زوروره وه چې له امله یې یو موټر له خپل ځایه والوته او لرې پریوته او د نالۍ د چت او د بینک د ودانۍ ټوټې هم تر لرې لرې ورسیدلې.

د کراچۍ پولیسو ویلي چې د شیرشاه په سیمه کښې دا چاودنه د پراچه څلور لارې سره نزدې شوې ده.

پولیسو په چاودنه کښې د ترهګرۍ یا خرابکارۍ امکان رد کړی د ی او وايي چې دا په حادثاتي توګه پيښه شوې ده.