د افغانستان په اړه داسلامی ملګرتیا سازمان په بیړنۍ غونډې غور
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i109920-د_افغانستان_په_اړه_داسلامی_ملګرتیا_سازمان_په_بیړنۍ_غونډې_غور
لومړې دا چی اسلامی هیوادونه هماغه راز د افغانستان موضوع ته پام لري او هڅه کوي د یوه بل په ملګرتیا د دغه هیواد د خلکو کړاو او سختی کمه کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2021 13:17 Asia/Kabul
  • د افغانستان په اړه داسلامی ملګرتیا سازمان په بیړنۍ غونډې غور

لومړې دا چی اسلامی هیوادونه هماغه راز د افغانستان موضوع ته پام لري او هڅه کوي د یوه بل په ملګرتیا د دغه هیواد د خلکو کړاو او سختی کمه کړی .

د افغانستان د اوسنیو بدلونونو د جاج په هدف د اسلامی ملګرتیا سازمان د استازیو ۱۷ بیړنۍ غونډه د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې پیل شوی ده . په پاکستان کې د اسلامی ملګرتیا سازمان بیړنۍ غونډه  له څو اړخونود غور اوپام وړ ده .

لومړې دا چی اسلامی هیوادونه هماغه راز د افغانستان موضوع ته پام لري او هڅه کوي د یوه بل په ملګرتیا د دغه هیواد د خلکو کړاو او سختی کمه کړی .

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان د طالبانو په سلطې سره د دغه هیواد مشکلات زیات شوی دي او د افغانستان د مالی او اقتصادی شرایطو کې د اسانتیا لپاره له لویدیځو ټولنو د ولسی اورګانونو له غوښتنې سره سره د دغه هیواد مشکلات او لانجې هماغه راز په زیاتیدو دي .

په دې ډول چی ملګروملتوپه ځلونوپه افغانستان کې د انسانی غمیزو د رامینځته کیدا  په اړه خبردارې ورکړی دې . په دغو شرایطو کې د اسلامی هیوادونو د استازیو په شتون سره د  افغانستان په  ستونزو باندې د غور لپاره د غونډې ترسره کیدا د خپلوځینو مشکلاتو د اواری لپاره د افغان ولس د هیلې ټکې دې .

دوهم دا چی دد افغانستان په اړه د اسلامی هیوادونو غونډه د یوه مهم اسلامی چیلنج داواری لپاره  د اسلامی نړۍ اتحاد نندارې ته وړاندې کوی . په اداسې حال کی چی دامریکا په شمول لویدیځ هیوادونه د افغانستان د انسانی کړکیچ باندې په سترګو پټولو سره  په دغه هیواد کې له انسانی غمیزې د اندیښنې سبب شوی ده .

د پاکستان د غونډې دریم اهمیت د طالب استازیو شتون دې . که څه هم اسلام اباد اعلان کړی دی چی دغه غونډه په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت په رسمیت پیژندلو هدف  نه ترسره کیږی خو دغې ډلې لپاره ښه فرصت دې چی د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو او د میرمنو د حقوقو په شمول د افغان ښاریزو د حقوقو د رعایتولو په شمول د مختلفو مسایلو په اړه د اسلامی هیوادونو اندیښنوته په ځواب ویلو سره له طالبانو سره د نړیوالې ملګرتیا زمینه برابره کړی .

دا په دې معنا ده چی اسلامی هیوادونو په عمل کی هم ښودلی ده تر څو د افغانستان د بدلونونو په اړه د هغو اندیښنې لیرې نشي نو په افغانستانبه د طالبانو حاکمیت  ونه مني .

په هر حال د پاکستان په هلوځلو سره د افغانستان غونډې هغه وخت نتیجه ورکولې شی چی د اسلام اباد اقدام په افغانستان کې د خپل شتون د تثبیت لپاره ونه بلل شی ځکه چی په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خپل شتون د پیاوړتیا لپاره  د هندوستان په شمول له پاکستان سره سیمه ایزې سیالۍ زیاتې شوی دي چی د افغانستان په حالاتو منفی اغیز شیندلې شی .