د پاکستان د ملي امنيت سلاکار کابل ته ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i110708-د_پاکستان_د_ملي_امنيت_سلاکار_کابل_ته_ورځي
ځینې نورې رسنۍ بیا د سفر اصلي هدف د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د اغزن تار لګولو په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ ناندرۍ ګڼي. طالبانو د دغه سفر په اړه څه نه دي ويلي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2022 01:27 Asia/Kabul
  • د پاکستان د ملي امنيت سلاکار کابل ته  ورځي

ځینې نورې رسنۍ بیا د سفر اصلي هدف د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د اغزن تار لګولو په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ ناندرۍ ګڼي. طالبانو د دغه سفر په اړه څه نه دي ويلي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په سفر ورځي، څو د طالبانو له حکومت سره د خپلو تعاملاتو پر زياتوالي خبرې وکړي.

ويل کيږي، چې په دې پلاوي کې د پاکستان يو شمېر وزیران برخه لري.

د دغه سفر د ترسره کيدو او مشخصې اجنډا په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

ځینې نورې رسنۍ بیا د سفر اصلي هدف د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د اغزن تار لګولو په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ ناندرۍ ګڼي. طالبانو د دغه سفر په اړه څه نه دي ويلي.

پاکستاني چارواکو ويلي، چې د طالبانو د واکمنۍ د په رسميت پېژندلو لپاره به نورې نړۍ سره په مشوره او هم مهاله توګه اقدام وکړي.