د پاکستان د ملي امنیت صلاحکار افغانستان ته ځي
Jan 08, 2022 06:26 Asia/Kabul
پاکستاني چارواکو افغانستان ته د ملي امنیت د صلاحکار د سفر د پروګرام خبر ورکړی دی
د پاکستان د پارلیمان د مشر اسد قیصر په مشرۍ په اسلام آباد کښې د افغانستان د بدلونونو د څیړنې لپاره د پاکستان د جګ پوړو چارواکو په غونډه کښې وټاکلې شوه چې د دغه هیواد د ملي امنیت صلاحکار موید یوسف د حالاتو د څیړنې په موخه کابل ته لاړ شي.
دا په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې کابل ته د پاکستان د دغه جګ پوړي چارواکي دریم سفر دی.
په دې وروستیو اونیو کښې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سرحدي شخړې په زیاتیدو سره، طالبانو د دواړو هیوادونو په ګډه پوله کښې د پاکستان له خوا لګولی کنډه تار راغونډ کړی دی.
پاکستاني چارواکي او طالبانو اوس غواړي چې دا مسئله په سفارتي توګه هواره کړي.
ټیګونه