افغانستان ته د پاکستان صادرات په اوڅاره توګه کم شوي 
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i111150-افغانستان_ته_د_پاکستان_صادرات_په_اوڅاره_توګه_کم_شوي
د افغانستان  ګډوډ اقتصادي وضعیّت  او  د طالبانو په ضد دنړیوالوبندیزونو اعمالیدا  د دواړو هیوادونو ترمینځ  دتجارت داندازې دکمیدا علتونه بللي شوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2022 01:34 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د پاکستان صادرات په اوڅاره توګه کم شوي 

د افغانستان  ګډوډ اقتصادي وضعیّت  او  د طالبانو په ضد دنړیوالوبندیزونو اعمالیدا  د دواړو هیوادونو ترمینځ  دتجارت داندازې دکمیدا علتونه بللي شوي .

آناتولی خبری آژانس راپور ورکړ، په تیرو شپږو میاشتو کې  افغانستان ته دپاکستان صادرات  کابو پنځه ویشت فی صدو پورې کم شوي دي  . 

په راپور کې وئيل شوي دي ، د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې  دګمرکاتو د چارو  مدیر احمد رضا خان  په یولړ څرګندونو کې  ووئيل  افغانستان ته د دغه هیواد  صادارت په وروستیو  شپږ و میاشتو کې په اوڅاره توګه کم شوي او اندازه ئې هم پنځه ویشت فی صدي ښودل کیږي .

  هغه  د افغانستان  ګډوډ اقتصادي وضعیّت  او  د طالبانو په ضد دنړیوالوبندیزونو اعمالیدا  د دواړو هیوادونو ترمینځ  دتجارت داندازې دکمیدا علتونه بللي دي .

 داحمد  رضا خان په وینا ،پاکستان ته د واریدیدا په وخت د افغان تاجرانو په وسیله د امریکائي ډالر  ددرلودلو پر ضرورت د پاکستان دمرکزي بانک  دتیر دسمبر د دیارلسمې نیټې د ستورالعمل  او په افغانستان کې ډالرو ته دلاس رسي محدودیتونه ،  ددوه اړخیز تجارت  نور مشکلات بلل شوي دي .

 د رسمي احصایو په اساس ،  د پاکستان او  افغانستان ترمینځ دتجارت اندازه ، په ۲۰۲۰کال کې څه دپاسه  اوه سوه څلور پنځوس میلیون ډالرو پورې وه .