افغانستان ته د پاکستان د ملی امنیت د سلاکار سفر
Jan 18, 2022 09:09 Asia/Kabul
ټاکل شوې چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشرۍ یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی ژر افغانستان ته سفر وکړي.
پاکستاني رسنۍ وایي، چي د دې هیواد د ملی امنیت سلاکار به افغانستان په یوه دوه ورځنی سفر لاړشی او په دې هیواد کې به د طالبانو د حکومت له مسولینو سره د ډیورنډ پر کرښي او نورو مسایلو خبرې اترې وکړي.
پاکستاني چارواکو ډان ورځپاڼې ته ویلی چي په دې سفر کې به د پاکستان د کابینې یو شمېر نور غړي هم شامل وي، خو دا چې پر نورو کومو مسایلو به خبرې وشي، ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغان او پاکستاني سرتېرو تر منځ د ډیورنډ پر کرښه شخړې رامنځته شوې او د طالبانو سرحدي ځواکونو په ځینو برخو کې د پاکستان له لوري غځېدلی اغزن تار ورټول کړی دی.
ټیګونه