د پاکستان په لاهور کښې بم چاودنې درې کسان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i111302-د_پاکستان_په_لاهور_کښې_بم_چاودنې_درې_کسان_وژلي_دي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کښې په انارکلي بازار کښې نن بم چاودنې تراوسه درې (۳)کسان وژلي او پینځویشت (۲۵) نور ژوبل کړي چې ځینې پکښې مرګي حاله دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2022 11:53 Asia/Kabul
  • د پاکستان په لاهور کښې بم چاودنې درې کسان وژلي دي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کښې په انارکلي بازار کښې نن بم چاودنې تراوسه درې (۳)کسان وژلي او پینځویشت (۲۵) نور ژوبل کړي چې ځینې پکښې مرګي حاله دي .

ویل کیږي چې دغه بم په یوه(۱) موټر سائیکل کښې کیښودل شوی و .

د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر عثمان بزدار او د  مسلم لیګ د نوازشریف څانې د مشر مرستیالې میرمن مریم نواز وویل د انارکلی په شان سیمه کښې بم چاودنه د خواشینۍ خبره ده او هغې د مړو او د ژوبلو کسانو لپاره دعا وکړه .

ویل کیږي د بم چاودنې ځای ته نږدې د ګازو د سلینډر د چاودیدا له کبله ګڼ شمیر موټرسائیکلونه هم سوزیدلي دي .