د پاکستان په لاهور کښې بم چاودنې درې کسان وژلي دي
Jan 20, 2022 11:53 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کښې په انارکلي بازار کښې نن بم چاودنې تراوسه درې (۳)کسان وژلي او پینځویشت (۲۵) نور ژوبل کړي چې ځینې پکښې مرګي حاله دي .
ویل کیږي چې دغه بم په یوه(۱) موټر سائیکل کښې کیښودل شوی و .
د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر عثمان بزدار او د مسلم لیګ د نوازشریف څانې د مشر مرستیالې میرمن مریم نواز وویل د انارکلی په شان سیمه کښې بم چاودنه د خواشینۍ خبره ده او هغې د مړو او د ژوبلو کسانو لپاره دعا وکړه .
ویل کیږي د بم چاودنې ځای ته نږدې د ګازو د سلینډر د چاودیدا له کبله ګڼ شمیر موټرسائیکلونه هم سوزیدلي دي .
ټیګونه