پاکستان کښې د کورونا له امله ۲۳ تنه مړه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i111380-پاکستان_کښې_د_کورونا_له_امله_۲۳_تنه_مړه_کړي_دي
په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۳۴۳ میلیونه ډېر شوی او تر پنځه میلیونه ډېر وګړي مړه شوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2022 09:57 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د کورونا له امله ۲۳ تنه مړه کړي دي

په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۳۴۳ میلیونه ډېر شوی او تر پنځه میلیونه ډېر وګړي مړه شوي

د پاکستان روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې په دغه هېواد  کې ۷زره او ۶۷۸کسان په کوېډ ـ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او په همدې موده کښې ۲۳ تنه مړه شوي دي.

د پاکستان د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې له کورونا ویروس څخه د مړه شوو کسانو شمېر له ۲۹زره اوښتی او تر اوسه له ۱۵۷زره څخه زیات کسان په دې وبا اخته شوي دي.

دا په داسې حال کښې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۳۴۳ میلیونه ډېر شوی او تر پنځه میلیونه ډېر وګړي مړه شوي.