پاکستان کښې د کورونا له امله ۲۳ تنه مړه کړي دي
Jan 22, 2022 13:27 Asia/Kabul
په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۳۴۳ میلیونه ډېر شوی او تر پنځه میلیونه ډېر وګړي مړه شوي
د پاکستان روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې په دغه هېواد کې ۷زره او ۶۷۸کسان په کوېډ ـ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او په همدې موده کښې ۲۳ تنه مړه شوي دي.
د پاکستان د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې له کورونا ویروس څخه د مړه شوو کسانو شمېر له ۲۹زره اوښتی او تر اوسه له ۱۵۷زره څخه زیات کسان په دې وبا اخته شوي دي.
دا په داسې حال کښې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۳۴۳ میلیونه ډېر شوی او تر پنځه میلیونه ډېر وګړي مړه شوي.
ټیګونه