پاکستان ته د ولادیمیر پوتین د سفر لپاره شیبې شمیرل کیږي
په پاکستان کې ډيپلوماټيکو سرچینو ووئیل ،اسلام اباد او ماسکو په روان کال کې پاکستان ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د رسمي لومړني سفر د نهائي کولو په تکل کې دي .
زمونږخبریالا د ایکناخبری آژانس له قوله راپور راکړ، د پاکستان رسمی رسندوئي سرچینو وئيلي دي ، د اسلام اباد او ماسکو حکومتونه په یوه وخت اسلام اباد ته د سفر لپاره د ولادیمیر پوتین د راتلونکي سفر په پلانونې سره،د اقتصادي مناسباتو دلازیاتې ژورتیا لپاره د ټاکنوپه ارزونې بوخت دي.
د پاکستان لومړی وزیرعمران خان چې یوه اونۍ مخکې ئې له ولادیمیرپوتین سره په ټيلیفوني تماس کې هغه ته اسلام اباد ته درسمي سفربلنه ورکړې وه،ټاکل شوې ده په بیجینګ کې د اولمپیک د ژمنو لوبو د پرانیستونکو دستورو په څنډې کې په راتلونکي میاشت کې د دواړو هیوادونو د مشرانو په پلان شوي لیدو کاتو کې شخصا،د روسیې ولسمشر ته پاکستان ته د رسمي سفر لپاره بلنه ورکړي .
په پاکستان کې ډيپلوماټيکو سرچینو خبري سرچینو ته وئیلی دي،چې اسلام اباد ته د ولادیمیر پوتین په تیرو دوو کلونو کې تل د دواړوهیوادنو له خوا دپام وړ ګرځيدلی ،خو د کوویډ نولس ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس خپریدا پشمول ځيني مختلف دلیلونه ددغه سفر خنډ شوي دي .