پاکستان ته د ولادیمیر پوتین د سفر لپاره شیبې شمیرل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i111500-پاکستان_ته_د_ولادیمیر_پوتین_د_سفر_لپاره_شیبې_شمیرل_کیږي
په پاکستان کې ډيپلوماټيکو سرچینو ووئیل ،اسلام اباد او ماسکو په روان کال کې پاکستان ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د رسمي  لومړني سفر د نهائي کولو په تکل کې دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 25, 2022 00:58 Asia/Kabul
  •  پاکستان ته د ولادیمیر پوتین د سفر لپاره شیبې شمیرل کیږي

په پاکستان کې ډيپلوماټيکو سرچینو ووئیل ،اسلام اباد او ماسکو په روان کال کې پاکستان ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د رسمي  لومړني سفر د نهائي کولو په تکل کې دي .

زمونږخبریالا د ایکناخبری آژانس له قوله راپور راکړ، د پاکستان رسمی رسندوئي سرچینو وئيلي دي ، د اسلام اباد او ماسکو حکومتونه   په یوه وخت  اسلام اباد ته د سفر لپاره د ولادیمیر پوتین د راتلونکي سفر په پلانونې سره،د اقتصادي مناسباتو دلازیاتې ژورتیا لپاره د ټاکنوپه ارزونې بوخت دي.

د پاکستان لومړی وزیرعمران خان چې یوه اونۍ مخکې ئې له ولادیمیرپوتین سره په ټيلیفوني تماس کې هغه ته اسلام اباد ته درسمي سفربلنه ورکړې وه،ټاکل شوې ده په بیجینګ کې د اولمپیک د ژمنو لوبو د پرانیستونکو دستورو په څنډې کې په راتلونکي میاشت کې د دواړو هیوادونو  د مشرانو په پلان شوي لیدو کاتو کې  شخصا،د روسیې ولسمشر ته  پاکستان ته د رسمي سفر لپاره بلنه ورکړي .

په پاکستان کې ډيپلوماټيکو سرچینو  خبري سرچینو ته وئیلی دي،چې اسلام اباد ته د ولادیمیر پوتین په تیرو دوو کلونو کې تل د دواړوهیوادنو له خوا دپام وړ ګرځيدلی ،خو د کوویډ نولس ډوله  ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس خپریدا پشمول ځيني مختلف دلیلونه  ددغه سفر خنډ شوي دي .