د ایران له لوري په بلوچستان ایالت کې د ټروریستي برید غندنه
په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت، د دې هیواد په بلوچستان ایالت کې په پاکستاني فوځیانو وروستی ټروریستي برید وغندل.
د ایران پرس له راپور سره سم، په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په خپل ټوییټر کې د دې برید د غندلو تر څنګ، د پاکستان له ولس او حکومت او د دې جنایت د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د دې په بیانولو چي د ټروریسم ټول ډولونه د غندلو دی، یادونه وکړه چي له ټروریسم سره د کارنده مبارزې لپاره د سیمي هیوادونه باید له یو بل سره همکاري وکړي.
د پنجشنبې په شپه د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د دې هیواد په سرحدي ځواکونو برید وشو چي د امله ۱۰ پاکستاني فوځیان ووژل شو.
ویل کیږي چي د دې ترهګریز برید مسئولیت د بلوڅ ازادی غواړې او بېلتون پالي ډلي غاړه اخیستې ده.