افغانستان به د هیڅ یوه ګاونډي هیوادپه ضد استعمال نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i111728-افغانستان_به_د_هیڅ_یوه_ګاونډي_هیوادپه_ضد_استعمال_نه_شي
د پاکستان دامنیتی چارو سلاکار په کابل کې  د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره هم  لیده کاته کړي او پر دوو اړخیزو  اړیکو او دسرحدي ترینګلتیاؤ په باب ئې ورسره  کوټلي خبرې اترې کړي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 30, 2022 01:18 Asia/Kabul
  •   افغانستان به د هیڅ یوه ګاونډي هیوادپه ضد استعمال نه شي

د پاکستان دامنیتی چارو سلاکار په کابل کې  د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره هم  لیده کاته کړي او پر دوو اړخیزو  اړیکو او دسرحدي ترینګلتیاؤ په باب ئې ورسره  کوټلي خبرې اترې کړي دي .

زمونږخبریال د دینانیوز له قوله راپور راکړ ، دافغانستان طالبانو د پاکستان د لومړی وزیر دامنیتی چارو له سلاکار معید یوسف سر ه په لیدوکاتو کې  ډاډ ورکړی ، چې  دافغانستان ټاټوبی  به  د  هیڅ یوه ګاونډي هیواد په ضد  استعمال نشي .

په راپور کې وئيل  شوي د  پاکستان په امنیتی چارو کې سلاکار  معید یوسف بیګا په کابل کې د افغانستان د  طالبانو د حکومت دمشر له مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنې کې ددواړو هیوادونو د دوو اړخیزو اړیکو او دسیمه ایزو بدلونونو په باب خبرې اترې وکړې .

عبدالسلام حنفي په دغې کتنې کې وئيلی دي ، افغانستان او پآکستان دوه  ورور او ګاونډي هیوادونه دي او پخوا راهسې  ډيرې تاریخي ،مذهبی او کلتوري  اړیکې لري . پاکستان سره د متقابل احترام په اساس  د اړیکو پراختیا غواړو ، او خپل ټاټوبی به هیچا د نورو  هیوادونو په ضد کارولو ته  پرې نه ږدو .

د پاکستان دامنیتی چارو سلاکار معید یوسف هم  په دغې کتنې کې ووئيل وپآکستان د افغانستان له ولس سره په هر مشکل وخت کې ترڅنګ ولاړ دی  او دغه ملاتړ ته هماغه راز دوام ورکړي ،البته باید ووئيل شي ، چې داړیکو دغه پیاوړتیا او ثبات  د اقتصادي چارو له پراختیا او پیاوړتیا پرته امکان نه لري ،  پاکستان د سیمه ایزو پروژو پر اجرائي  کیدا  او بشپړتیا ته کلک هوډ لري .

داپه داسې حال کې دي چې  د پاکستان دامنیتی چارو سلاکار په کابل کې  د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره هم  لیده کاته کړي او پر دوو اړخیزو  اړیکو او دسرحدي ترینګلتیاؤ په باب ئې ورسره  کوټلي خبرې اترې کړي دي .

Image Caption