پاکستان:
افغانستان کښې د کانونو برخه کښې پانګونې ته لېوال یوو
Feb 01, 2022 04:22 Asia/Kabul
پاکستان وایي افغانستان کښې د کانونو په برخه کښې پانګونې ته لېوالتیا لري. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د طالبانو د موقته حکومت د کانونو له سرپرست وزیر سره کتلي دي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.
سرچینه وایي چې دغه پاکستاني پلاوي ویلي، دوی په افغانستان کې په تېره بیا د کانونو په برخه کې پانګونې ته تیار دي. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وایي پاکستاني شرکتونه دې ته لېوال دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
پاکستاني لوري همدا راز د مخابراتو وزارت له چارواکو سره هم کتلي او ټینګار یې کړی چې د انټرنېټ د نرخ او کیفیت په اړه به غور او بیا کتنه کوي او هڅه کوي له دې اړخه د افغانستان ستونزه حل کړي.
ټیګونه