د پاکستان د قضائيه قوې نوي مشر سوګند پورته کړ
Feb 02, 2022 09:53 Asia/Kabul
قاضي عمر عطاء بنديال د پاکستان قضائيه قوې د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې قاضي عمر عطاء بنديال چې د پاکستان د قضائيه قوې د نوي مشر به توګه ټاکل شوے ؤ نن د دغه هېواد د ولسمشر عارف علوي په شتون سره د دغې ادارې د اتويشتم مشر په توګه سوګنده پورته کړ.
په دغو مراسمو کښې چې په اسلام آباد کښې د پاکستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې ترسره شول د پاکستان د وزيراعظم عمران خان ، فوځي قوماندانانو او د دغه هېواد د فيډرل حکومت د کابينې د وزيرانو په شمول نورو ډېرو چارواکو ګډون وکړ.
قاضي عمر عطاء بنديال به له نن څخه د يو کال، اوو مياشتو او پينځلسو ورځو په موده يعنې د ۲۰۲۳ کال د ستمبر تر ۱۶ پورې د پاکستان د قضائيه قوې د مشر به توګه فعاليت وکړي.
ټیګونه