عمران خان: امریکه هڅه کوي افغانستان بشري ناورین ته راکاږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i112138-عمران_خان_امریکه_هڅه_کوي_افغانستان_بشري_ناورین_ته_راکاږي
عمران خان زياته کړه امریکه پوره هڅه کوي چې افغانستان بشري ناورین ته را کاږي او اقتصادي بندیزونه هم د دغو دباونو برخه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2022 07:21 Asia/Kabul
  • عمران خان: امریکه هڅه کوي افغانستان بشري ناورین ته راکاږي

عمران خان زياته کړه امریکه پوره هڅه کوي چې افغانستان بشري ناورین ته را کاږي او اقتصادي بندیزونه هم د دغو دباونو برخه ده.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان یو ځل بیا د افغانستان په اړه څرګندونې کړې او  ویلي يې دي چې افغانستان دمګړی له ناوړه اقتصادي وضعیت کړېږي چې اصلي سبب یې امریکه ده.

د افغان سرچينو له مخې هغه وويل امریکه باید د افغانستان تاریخ درک کړي او په خبره یې هر چا چې د افغانستان تاریخ درک کړے هغه له دې هېواد سره داسې ډول چلند نه کوي لکه امریکې چې وکړ. عمران خان زياته کړه امریکه پوره هڅه کوي چې افغانستان بشري ناورین ته را کاږي او اقتصادي بندیزونه هم د دغو دباونو برخه ده.