عمران خان: امریکه هڅه کوي افغانستان بشري ناورین ته راکاږي
Feb 11, 2022 07:21 Asia/Kabul
عمران خان زياته کړه امریکه پوره هڅه کوي چې افغانستان بشري ناورین ته را کاږي او اقتصادي بندیزونه هم د دغو دباونو برخه ده.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان یو ځل بیا د افغانستان په اړه څرګندونې کړې او ویلي يې دي چې افغانستان دمګړی له ناوړه اقتصادي وضعیت کړېږي چې اصلي سبب یې امریکه ده.
د افغان سرچينو له مخې هغه وويل امریکه باید د افغانستان تاریخ درک کړي او په خبره یې هر چا چې د افغانستان تاریخ درک کړے هغه له دې هېواد سره داسې ډول چلند نه کوي لکه امریکې چې وکړ. عمران خان زياته کړه امریکه پوره هڅه کوي چې افغانستان بشري ناورین ته را کاږي او اقتصادي بندیزونه هم د دغو دباونو برخه ده.
ټیګونه