پاکستان او افغانستان کښې د پولیو د ختمولو هلې ځلې
پاکستان په افغانستان کښې د ماشومانو د ګوذڼ د مونډ ایستلو لپاره له افغانستان سره د لازیاتې ملګرتیا غوښتنه وکړه
د پاکستان د روغتیايي خدماتو ځانګړي مرستیال فیصل سلطان په دې خبرې سره چې افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازني هیوادونه دي چې لاهم له پولیو ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي، وویل: د دواړو هیوادونو په ګډو هلوځلو سره د دې وایرس له شره خلاصیدو شو.
هغه وویل چې هیواد یې غواړي د افغانستان د روغتیا له برخې سره مرسته وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان په کراتو ویلي دې چې ترڅو پورې حتی یو ماشوم هم په پولیو اخته وي تر هغې پورې به په ټولو هیوادونو کښې ماشومان په دغې ناروغۍ د اخته کیدو له خطر سره مخامخ وي.
پولیو یا د ماشومانو ګوذڼ یوه داسې سخته وایرسي ناروغي ده چې د بدن د هاضمي سیسټم او مرکزي عصبي یا نروس سیسټم ته سخت تاوان رسوي او ماشومان معذوره او معلوله کوي.