د پاکستان په بلوچستان کې شپږ ترهه ګر هلاک شوي
د پاکستان په بلوچستان صوبې کې افراطي او اورپکو ترهه ګرو او بیلتون غواړو ډلوټلو پخپلو کې سره لاسونه ورکړي او د دغې سیمې دخلکو ژوندئې تریخ کړی او د عمومي ځایونو او حکومتي ځواکونو په ضد ئې بې شمیره جنایتکار اقدامات کړي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د پاکستان امنیتی ځواک د بلوچستان صوبې په مختلفو سیمو کې په همدا وروستیو کې دترهه ګرو او بیلتون غواړو په ضد عملیات تیز کړي او وئيل کیږي ، چې بیګا ئې د ځینو ترلاسه شوو اطلاعاو په اساس ددغې صوبې په بلیده ضلعې کې په انجیر کان غرونو کې په یولړ عملیاتو کې د بلوچ بیلتون غواړو پر یوه پټنځای برید وکړ ، چې په نتیجې کې ئې شپږ ترهه ګر هلاک شوي او یوشمیر نور هم ټپيان شوي دي .د پاکستان دپوځ ویندوي بابر افتخار له دغو عملیاتو وروسته په یو لړ څرګندونو کې ووئيل چې دغو ترهه ګرو د بلوچستان صوبې په مختلفو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو او عامو ځایونو باندې په حملو کې بشپړ لاس درلود.
داپه داسې حال کې دي ،چې د پاکستان په بلوچستان صوبې کې افراطي او اورپکو ترهه ګرو او بیلتون غواړو ډلوټلو پخپلو کې سره لاسونه ورکړي او د دغې سیمې دخلکو ژوندئې تریخ کړی او د عمومي ځایونو او حکومتي ځواکونو په ضد ئې بې شمیره جنایتکار اقدامات کړي دي .