اروپائي اتحادیه دې افغانان په بدوحالاتوکې یوازې نه پریږدي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i112408-اروپائي_اتحادیه_دې_افغانان_په_بدوحالاتوکې_یوازې_نه_پریږدي
همدااوس  افغانستان د امریکا او ځینو اروپائي هیوادونو له خوا ددغه هیواد دشتمنیو د مصادره کیدا او بندیزونو په دلیل له ستر انساني او اقتصادي ناؤرین سره لاس او ګریوان دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2022 08:36 Asia/Kabul
  • اروپائي اتحادیه دې افغانان په  بدوحالاتوکې یوازې نه پریږدي

همدااوس  افغانستان د امریکا او ځینو اروپائي هیوادونو له خوا ددغه هیواد دشتمنیو د مصادره کیدا او بندیزونو په دلیل له ستر انساني او اقتصادي ناؤرین سره لاس او ګریوان دی .

د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا او ورسره پلاوی چې په یوه رسمي سفر د بیلجیم بروکسل ته تللی ،له اروپائي چارواکو سره ئې د افغانستان د وروستیو بدلونونو اونورو مسئلو په باب په  داسې حال کې لیده کاته کړي،چې په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت پلاوي په همداوروستیو کې  ددغه هیواد د وروستیو حالاتو په باب په قطر کې  د اروپائي اتحادئې له استازو سره خبرې کړي دي .

 ایرناخبری اژانس راپور ورکړی،د پاکستان دپوځ د عمومي اړیکو دفتر (آئي ایس پي آر) نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي،جنرال قمر جاوید باجوه په بروکسل کې د اروپائي اتحادئې د پ،ځي کمیشن له مشر کلوډیو ګرازیانو او سټیفانو سانینو پشمول له سیاسی او پوځی چارواکو سره کتنه او خبرې اترې کړي او د افغانستان د وروستیو حالاتو په باب ئې هم ځانګړی  بحثونه کړي دي .

داپه داسې حال کې دی چې په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت دخارجه زوارت سرپرست امیرخان متقي په قطر کې د شپاړسو اروپائي هیوادونو له سفیرانو سره په کتنې کې وئيلی وو،د ستمبر د یولسمې نیټې د پيښو د ګرَمې په توګه د  افغانستان د شتمنیو  غلا کول  د منلو وړ نه دي .

همدااوس  افغانستان د امریکا او ځینو اروپائي هیوادونو له خوا ددغه هیواد دشتمنیو د مصادره کیدا او بندیزونو په دلیل له ستر انساني او اقتصادي ناؤرین سره لاس او ګریوان دی .