عمران خان مودي ته د ټیلیویژني مناظرې بلنه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i112616
د پاکستان وزیراعظم له خپل هندوستاني همرتبه وغوښتل چې په یوې ټیلیویژني مناظره کښې ورسره برخه واخلي
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 23, 2022 07:58 Asia/Kabul
  • عمران خان مودي ته د  ټیلیویژني مناظرې بلنه ورکړه

د پاکستان وزیراعظم له خپل هندوستاني همرتبه وغوښتل چې په یوې ټیلیویژني مناظره کښې ورسره برخه واخلي

عمران خان د روسیې رشا ټوډی خبري ایجنسۍ ته په مرکه کښې نریندر مودي ته د دې ټیلیویژني مناظرې د بلنې موخه، د دواړو هیوادونو ترمینځ د پخوانیو اختلافاتو هوارول وبلل.

عمران خان وویل: که دا اختلافات د مناظرې له لارې حل شي نو دا به د برصغیر د میلیارډونو خلکو لپاره ګټه وره وي.

د پاکستان وزیراعظم په دوام کښې له نورو هیوادونو سره سوداګري ملګرتیا د اسلام آباد سیاست وباله او زیاته یې کړه: هند په یو دښمن هیواد بدل شوی نو ځکه ورسره زمونږ تجارت هم ډیر کم حد ته رسیدلی دی.

هندوستان د عمران خان د دې بلنې په هکله لا څه نه دي ویلي.