پاکستان امير عبداللهيان ته اسلام آباد ته د سفر بلنه ورکړه
د پاکستان خارجه وزير د ايران خارجه وزير امير عبداللهيان ته په اسلام آباد کښې د اسلامي تعاون د تنظیم د خارجه وزيرانو په غونډه او د دغه هېواد د ملي ورځې په جشن کښې د ګډون کولوبلنه ورکړه.
د اېرنا د رپوټ له مخې د حسېن امير عبداللهيان او شاه محمود قرېشي په ټيلفوني خبرو اترو کښې دواړو خواو د اسلامي تعاون د تنظيم د خارجه وزيرانو د غونډې ، د فلسطين، يمن او افغانستان د مسائلو، د يوکرائن د بحران او دوو اړخيزو تعلقاتو په اړه د بحث او نظر تبادله وکړه.
د پاکستان خارجه وزير په دغو خبرو اترو کښې د دې په بيانولو سره چې د فلسطين مسئله د اسلامي تعاون د تنظيم د جوړېدو انګېزه ده په دې لړ کښې د ايران د اسلامي جمهوریت اصولي دريځونه مهم او بنيادي وبلل.
د پاکستان خارجه وزير د اسلامي هېوادونو د يووالي په اهميت باندې تاکيد سره وويل، پاکستان به په دې ل کښې او له فلسطين څخه په ملاتړ کښې له هيڅ کوششه ډډه ونه کړي.
امير عبداللهيان هم د پاکستان حکومت او ولس ته د دغه هېواد د ملي ورځې د مبارکۍ په ويلو او د پاکستان د خارجه وزير له بلنې څخه په مننې سره تاکيد وکړ، له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د عادي کولو په موضوع سره د پرېکړليکونو د مسودو او د يمن په خلاف د پرېکړليک شتون چې د ځينو هېوادونو لخوا پلان کړې شوی دي د اسلامي امت په وحدت او يووالي کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له اصولي دريځونو سره سمون نه خوري.