پاکستان کښې بم چاودنې بیا څلور کسان وژلي
Mar 15, 2022 13:12 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بلوچستان صوبې په سبي سیمه کښې چې هلته ډير ترهګر په ازادۍ سره فعالیتونه کوي نن د حکومتي ملیشا ځواکونو فرنټیر کور د ګزمې په وخت بم چاودنه کښې تراوسه څلور کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي دي چې شپږ پکښې مرګي حاله دي .
دغه چاودنه د بلوچستان صوبې د سبي په سنګان سیمه کښې شوي ده .
د پاکستان په اکثرو سیمو کښې ترهګرې ډلې چې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ، امریکا، انګلستان او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه ورسره مالي ،پوځي او استخباراتي مرستې کوي په ډيرې ازادۍ سره فعالیتونه کوي او بې ګناه خلک په ډزو او بم چاودنو کښې وژني .
څو ورځې مخکې هم د پاکستان په پیښور کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې بم چاودنې له اتیا کسانو زیات شهیدان کړي او دوه سوه نور ژوبل کړي وو .
ټیګونه