د پاکستان په چارو کې د امریکا ګوتووهل ښکاره بدماشي ده
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د سیاسی او پوخي قواؤ ترمینځ ددرز اوتفرقې د رامینځةکولو پشمول په اوسمهال او تیرو وختونو کې د پاکستان په وړاندې د امریکادوه ګوڼو سیاستونو ته په اشارې سره ګواښ کړی ، پاکستان دیوه مسلمان هیواد په توګه د هیچا غلام او مریۀ نه دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت په پارلیماني چارو کې د ولسمشر مرستیال سید محمد حسینی د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان په چارو کې د امریکا ښکاره لاسوهنو او بدماشیو باندې سختې نیوکې وکړ ې.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د سیاسی او پوخي قواؤ ترمینځ ددرز اوتفرقې د رامینځةکولو پشمول په اوسمهال او تیرو وختونو کې د پاکستان په وړاندې د امریکادوه ګوڼو سیاستونو ته په اشارې سره ګواښ کړی ، پاکستان دیوه مسلمان هیواد په توګه د هیچا غلام او مریۀ نه دی .
دپاکستان لومړی وزیر ووئیل ، دستمبر د یولسمې نیټې له پيښو وروسته د افغانستان په جنګ کې د څه دپاسه اویا زره پاکستانیانو د قربانۍ پشمول له امریکا سره د پاکستان نه جبرانیدونکو تاوانونونو سره سره بیا هم په دغه جنګ کې د امریکا د ناکامۍ د پټولو په علت ددغه هیواد له خوا پر مونږ تورونه لګول شوي دي .
سید محمد حسینی پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ، دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وئيلي دي ، دهغه ژوند په خطرې کې دی ، امریکا هغه ګواښلی دی ، چې په پاکستان کې د امریکا د پوځي اډو له جوړولو سره د مخالفت په دلیل به دهغه حکومت نسکور کړي .حسینی ووئيل ،د ډ يموکراسۍ مدعي لویدیځوال د امریکا سرزوری او بدماش چلند څرنګه توجیهوي .:؛؟