په درست پاکستان کې نن د امریکا په ضد سترلاریونونه ترسره کیږي
ټاکل شوې ده نن د پاکستان په ولسی جرګې کې د دغه هیواد د لومړي وزیر عمران خان دحکومت په ضد د بې اعتمادئ په بیل راي واخستل شي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د پاکستان لومړي وزیر دخپل هیواد له درستو خلکو په تیره بیه له ځوانانو وغوښتل څو نن یکشنبې ورځې دې دخپل هیواد په داخلی چارو کې د امریکا په لاسوهنو باندې په اعتراض کې سترې مظاهرې او لاریونونه وکړي .
په راپور کې وئيل شوي دي ، دپاکستان لومړ ي وزیر دخپل هیواد له ولس سره په ټيلیویژني وینا کې هم وئيلي دي، د پاکستان په پارلیمان کې د لومړي وزیر په ضد دعدم اعتماد د بیل وړاندې کول هم د امریکا او بهرنیو عواملو د ګوت وهنو نتیجه د ه چې په بشپړ ډول به ماته خوري .
ټاکل شوې ده نن د پاکستان په ولسی جرګې کې د دغه هیواد د لومړي وزیر عمران خان دحکومت په ضد د بې اعتمادئ په بیل راي واخستل شي . په عین حال کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وئيلي دي ، دعمران خان د ترور په باب هم یوه دسیسه شنډه شوي ده په دې اړه ئې د پاکستان دملی امنیت شورا ته د حکومت له خوا خپلې اندیښنې رسولي دي .