بي بي سي د دروغو ځاله ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114590-بي_بي_سي_د_دروغو_ځاله_ده
د پاکستان د پوځ د قومندانۍ په بیانیه کښې راغلي دي چې د بي بي سي قصه ماري د معمول مطابق یو تبلیغاتي حرکت دی چې هیڅ ډول معتبره او اړونده سرچینه نه لري
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Apr 10, 2022 14:51 Asia/Kabul
  • بي بي سي د دروغو ځاله ده

د پاکستان د پوځ د قومندانۍ په بیانیه کښې راغلي دي چې د بي بي سي قصه ماري د معمول مطابق یو تبلیغاتي حرکت دی چې هیڅ ډول معتبره او اړونده سرچینه نه لري

د پاکستان د پوځ قومندانۍ د جنرال باجوا د څنګته کولو لپاره د وزیراعظم عمران خان د کوشش په هکله د برټش براډکاسټنګ کارپوریشن رسنۍ ادعايي رپورټ بیخي بې بنیاده وباله او ویې ویل چې دغه برطانوي رسنۍ د دروغو یوه ټولګه او د جرنل ازم د اصولو خلاف ورزي کونکې ده

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو کمیټې نن په یوې خبرپاڼه کښې د پوځ د قومندان جنرال قمر جاوید باجوا د څنګته کولو لپاره د عمران خان د ناکام کوشش او د سیاسي حکومت خلاف د پوځي تشکیلاتو د دریځنیونې په هکله د بي، بي، سي رپورټ بیخي بې بنیاده وباله او هغه یې رد کړ.

د پاکستان د پوځ د قومندانۍ په بیانیه کښې راغلي دي چې د بي بي سي قصه ګويي د معمول مطابق یو تبلیغاتي حرکت دی چې هیڅ ډول معتبره او اړونده سرچینه نه لري.

د پاکستان د پوځ قومندانۍ د انګلیسي رسنۍ له مسئولانو سره د دغه ادعايي رپورټ په څیړنې او تعقیبونې باندې په ټینګار سره وویل: بي بي سي جعلي رپورټ خپور کړی دی چې د ناسمو معلوماتو او البته د پاکستان خلاف د یو پلان شوي  کمپین نښه ده.