د پاکستان د نظام بدلولو لپاره بهرنۍ دسيسه روانه ده
(last modified Mon, 11 Apr 2022 01:32:05 GMT )
Apr 11, 2022 06:02 Asia/Kabul
  •  د پاکستان د نظام بدلولو لپاره بهرنۍ دسيسه روانه ده

د پاکستان څنګته کړې شوي وزيراعظم عمران خان په دغه هېواد کښې د سېسټم د بدلولو لپاره د دسيسې د شروع کېدو خبر ورکړ.

د الجزيزه چېنل د رپوټ له مخې عمران خان د دغې دسيسې د خبر په ورکولو سره وويل، د پاکستان ولس به له خپل حاکميت او ډېموکرېسۍ څخه دفاع وکړي.

همدارنګ د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشرانو له وزيراعظمۍ نه د عمران خان له څنګته کېدو نه يوه ورځ پس د قومي اسمبلۍ له استازيتوبه د ډله ايزې استعفاء ورکولو لپاره د خپلې فېصلې خبر ورکړ او تاکيد يې وکړ له راتلونکي حکومت سره به هيڅکله روغه جوړه ونه کړي.

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند مشران په پاکستان کښې د وارمخکې انتخاباتو غوښتونکي دي.