عمران خان:
د پاکستان اوسنے حکومت د بهرنۍ دسيسې او سازباز پېداوار دے
د پاکستان څنګته کړې شوي وزيراعظم عمران خان يو ځل بيا د دغه هېواد له نوي حکومت سره د خپل مخالف په اعلانولو سره خبردارےورکړ، اوسنے حکومت د بهرنۍ دسيسې او سازباز پېداوار دے.
د اېرنا د رپوټ له مخې عمران خان بېګا په لاهور ښار د لکونو پلويانو په غونډه کښې په خپله وېنا کښې ادعا وکړه چې د پاکستان اوسنے حکومت د بهرني قوت او د حکومت د بدلؤنکو د دسيسې د پلانؤنکو د سازباز په نتيجه کښې رامنځته شوے دے خو تحريک انصاف ګوند او پلويان به يې په هيڅ قيمت دغه حکومت په رسميت ونه پېژني.
هغه د پاکستان په کورنيو چارو کښې د امريکې مداخلتونو په تېره بيا له بيجنګ او ماسکو سره د اسلام آباد د تعلقاتو د پراختيا په وجه د واشنګټن غُصې ته په اشارې سره زياته کړه، کله چې دۀ د پاکستان د وزيراعظم په حېث روسيې ته سرکاري سفر وکړ نو د استکباري قوتونو لخوا د مخالفت غږونه اوچت شول.
هغۀ د امريکائي چارواکو نظر او سلوک متکبرانه وبلۀ او وې ويل، هغوي دوه سوه شل ميلين پاکستانيان وګواښل او بالاخره په داخل کښې د خپلو لاسپوسو په ملګرتيا سره يې د وزيراعظم په خلاف د عدم اعتماد تحريک عملي کړ.
عمران خان د ځان او خپل ګوند په خلاف له نوې دسيسې څخه د پردې په اوچتولوسره ادعا وکړه، د پاکستان د انتخاباتو کمېشن په انتخاباتو کښې د هغه د شتون د صلاحيت د صلبولو او په تحريک انصاف ګوند د بندېز د لګولو لپاره يو نوے پلان جوړ کړے دے.
هغه د امريکې له ګواښه ډک خط په باره کښې د يو تحقيقاتي کمېشن د جوړولو لپاره د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف د پلان په ردولو سره د دغه هېواد له عدليې غوښتنه وکړه چې د امريکې له ګواښه د ډک خط د موضوع د تحقيقاتو لپاره دې عدالتي کمېټۍ تشکيل شي او تحقيقاتي کارروائي دې په څرګنده توګه او د خلقو او رسنيو په شتون سره اوشي.
هغه خپله راتلونکې پاليسي د اسلام آباد لوري ته د ميلينونو خلقو لاريون او مظاهرې اعلان کړې او خپلو پلويانو ته يې وويل چې د هغه د رابلنې په طمه دې اوسي.