د کراچۍ په چاودنه کښې درې چینیان وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i115270-د_کراچۍ_په_چاودنه_کښې_درې_چینیان_وژل_شوي_دي
پاکستان کښې د کراچۍ پوهنتون ته څیرمه د موټر بم چاودنې له امله د دریو چیني ښاریزو په شمول پنځه تنه مړه شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2022 03:00 Asia/Kabul
  • د کراچۍ په چاودنه کښې درې چینیان وژل شوي دي

پاکستان کښې د کراچۍ پوهنتون ته څیرمه د موټر بم چاودنې له امله د دریو چیني ښاریزو په شمول پنځه تنه مړه شوي دي.

د پاکستان پولیسو وویل چې د دریو چینايي استادانو په شمول پنځه کسان د کراچۍ پوهنتون په خوا کښې په یو ګاډي کښې د ایښودل شویو چاودونکو توکو په حمله کښې وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو لیکلي دي چې د بهرنیو استاذانو او محصلینو ګاډی چې امنیتي ځواکونو اسکورټ کوه، د کراچۍ له پوهنتونه د ستنیدو په لاره کښې چاودلی دی.

په دغې چاودنې کښې څلور تنه امنیتي ځواکونه چې د ګاډي د سپرلیو د ساتنې دنده یې درلودله هم زخمي شول. ویل کیږي چې د دریو زخمیانو حالت خراب دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د کراچۍ دغه ترهګره چاودنه په کلکه غندلې او له زخمیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.