د پاکستان خارجه وزیرد طالبانو له حکومت سره په تعامل ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116200-د_پاکستان_خارجه_وزیرد_طالبانو_له_حکومت_سره_په_تعامل_ټینګار_وکړ
د پاکستان خارجه وزیر خبردارې ورکړ د افغانستان اقتصادي نسکوریدابه نه یوازې د دغه هیواد د خلکو په تاوان وي بلکې د درستې سیمې لپاره یوه ستره غمیزه وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2022 07:40 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزیرد طالبانو له حکومت سره په تعامل ټینګار وکړ

د پاکستان خارجه وزیر خبردارې ورکړ د افغانستان اقتصادي نسکوریدابه نه یوازې د دغه هیواد د خلکو په تاوان وي بلکې د درستې سیمې لپاره یوه ستره غمیزه وي .

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداری چی د خوړو امنیت په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره په نیوریاک کې دې ، له سی این این چینل سره په خبرو کې وویل اسلام اباد به د افغانستان د خلکو د بد وضعیت د ښه کولو لپاره  ډله ایزو هلو ځلو ته دوام ورکړی او باوری دې چی د دغه هیواد د کړکیچ د اواری د مرستې لپاره له طالبانو سره تعامل مهم او ضروری دې .

د پاکستان خارجه وزیر خبردارې ورکړ د افغانستان اقتصادي نسکوریدابه نه یوازې د دغه هیواد د خلکو په تاوان وي بلکې د درستې سیمې لپاره یوه ستره غمیزه وي .

‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، پر دغې دندې له ټاکل کیدو وروسته په يوه لومړني سفر امريکا ته تللی دی.

نوموړي د دې سفر په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین سره  هم کتنه کړی ده .

بلاول بوټو چې د انتوني بلینکین په بلنه نیویارک ته تللی دی له نوموړي سره یې د سیمې د امنیت، دوه اړخیزېو اړیکو او د پاکستان اقتصاد د بیارغولو په اړه خبرې کړي دي.

د پاکستان او امريکا اړيکې ظاهرا په وروستيو کې ترينګلې شوې وې.

د پاکستان ګوښه شوي صدراعظم عمران خان ادعا کړې، چې امريکا ته یې په خپله خاوره کې پوځي اډې ورنه کړې، ځکه خو ګوښه کړل شو.

د پاکستان نوي حکومت له امریکا څخه د مرستو جذبولو لپاره دغه هېواد سره بيا اړيکې خوږې کړي دي.