لاهور ښار د امام خمیني رح د کلیزې مراسمو ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116312-لاهور_ښار_د_امام_خمیني_رح_د_کلیزې_مراسمو_ته_چمتو_دی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک وحدت اسلامي مشر د هیواد د علماو او د مشایحو په استازي توب د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د ځانګړیو مراسمو د ترسره کولو لپاره د لاهور ښار د چمتووالي خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 22, 2022 15:36 Asia/Kabul
  • لاهور ښار د امام خمیني رح د کلیزې مراسمو ته چمتو دی

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک وحدت اسلامي مشر د هیواد د علماو او د مشایحو په استازي توب د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د ځانګړیو مراسمو د ترسره کولو لپاره د لاهور ښار د چمتووالي خبر ورکړ .

د پاکستان د تحریک وحدت اسلامي مشر علامه پرویز اکبر ساقي د هیواد د مشهورو علماو او د مشایحو په استازي توب نن په لاهور کښې د ایران له کلتوري سلایار جعفر روناس سره کتنه وکړه او د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د مراسمو د ترسره کیدا په هکله یې سره خبرې وکړې .

جعفر روناس په دغه کتنه کښې په دې خبرې سره چې د امام خمیني رحمت الله علیه په مشرۍ د ایران انقلاب په حقیقت کښې د نړۍ په هره سیمه کښې د ټولو مسلمانانو په ځان باندې د باور او د پتیالیتوب د ملاتړ لپاره دی ټینګار وکړ د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د کلیزې د مراسمو ترسره کول او د  هغه د روحاني شخصیت معرفي کول او د پاکستان په ټولنه کښې د امام خمیني رح د اسلامي ایډیالونو بیانول د  ګډو هدفونو د تحقق لپاره د ایران او پاکستان او د نورو اسلامي هیوادونو د اتحاد او د اړیکو د پیاوړتیا سبب  کیدلای شي له دې کبله به د پاکستان د زیاتو مشهورو شخصیتونو په ګډون سره پرتمینه مراسم ترسره شي .

په لاهور کښې د ایران کلتوري سلایار جعفر روناس وویل لویدیځ هیوادونه چې په سر کښې یې امریکا ده د ایران او د پاکستان له اتحاد څخه ویره لري ، ځکه چې دغه دوه مسلمان هیوادونه له سرچینو او سټراټيژیک پلوه ډیر ظرفیتونه لري او قدرتمن هیوادونه دي .

د  ۲۰۲۲ میلادي کال د جون د میاشتې څلورمه یعني د ۱۴۰۱هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې څلورمه نیټه د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت له درې دیرشمې (۳۳) کلیزې سره سمون خوري .